د چين د وارداتي او صادراتي توکو سږنی نندارتون به پنځه ځانګړتياوې ولري
CMG2023/04/04 15:40:49
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپرېل د ۴مې نېټې د سهار په لسو بجو په ګوانګ جو کې د چين د صادراتي او وارداتي توکو د ۱۳۳م نندارتون په اړه يوه خبري ناسته تر سره کړې ده.

ياد مطبوعاتي دفتر  ويلي، چې دغه نندارتون به ۵ ځانګړتياوې ولري.

۱ـ د دغه نندارتون پخوانۍ ودانۍ ته نږدې د سلو زرو متره مربع په مساحت يوه نوې خونه جوړه شوې، چې د نندارځايونو لپاره به ځانګړې او وکارول شي.

۲ـ د دغه نندارتون موضوعات به زيات شي.

 دغه نندارتون به د نويو بازاري اړتياوو له مخې، د اټوماتيک او ځيرک صنعتي توليد، د نوې انرژۍ او ځيرکو موټرونو، ځيرک ژوند او ساتونکو سامان الاتو په شمول په نويو عنوانونو نندارتونونه تر سره کړي.

۳ـ زيات شرکتونه به په لومړي ځل په دغه نندارتون کې ګډون ولري او شمېر به يې نهو زرو ته ورسيږي.

۴ـ ګڼ شمېر نوي توليدات به په لومړي ځل د دغه نندارتون پر مهال نندارې ته وړاندې او څه باندې درې سوه فعاليتونه به پکې تر سره شي.

۵ـ د دغه نندارتون پر ويبپاڼې به ډېر انلاين فعاليتونه تر سره شي.