چين ګانګ له انټونيو ويټورينو سره وکتل
CMG2023/04/04 10:47:52
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د کډوالو نړيوال سازمان له عمومي مدير انټونيو ويټورينو سره ليدلي دي.

چين ګانګ له نوموړي سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د کډوالو د مشروع حقونو او ګټو ساتنه وکړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر مفکورې دې ټينګار ولري، د کډوالو چارو ته دې په پرانيستې، ټولشموله او عادلانه رويې وګوري او د نژاد پرستۍ، تبعيض او بغض له پارولو سره دې مخالفت وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين به د کډوالو نړيوال سازمان سره د کډوالو د ادارې او تګ راتګ په برخو کې همکارۍ وکړي او د نړۍ دوامدار پرمختګ به پرمخ بوزي.

انټونيو ويټورينو په خپلو خبرو کې ويلي، چې د کډوالو نړيوال سازمان له نژادي تبعيض سره مخالفت کوي، پر څواړخيزم ټينګار لري او د چين لخوا وړاندې شوي د نړيوال پرمختګ وړانديز، د نړيوال امنيت وړانديز او د نړيوال تمدن وړانيز ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، چې د کډوالو نړيوال سازمان غواړي، له چين سره په ګډې همکارۍ د کډوالو مسئلې نړيوال تړون پلی او د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکارۍ پياوړې کړي او د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ هدف د پوره کولو لپاره ورسره ګډې هڅې وکړي.