بريتانيا باید د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په مسئله کې ځان کوڼ او ګونګی ونه نیسي
CMG2023/04/04 11:05:45
شريکول:

د روان کال د اپرېل دوهمه نېټه د مالويناس ټاپوګانو د جګړې ۴۱مه کليزه ده. ارجنټاين او بريتانيا ۴۱کاله وړاندې د مالويناس ټاپوګانو پر حاکميت جګړه وکړه، خو په پای کې بريتانیې بری وموند او تر اوسه یې پر دغو ټاپوګانو راج روان دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۶۵م کال کې ۲۰۶۵م نمبر پرېکړه ليک تصویب کړ او له بريتانيې او ارجنټاين څخه يې وغوښتل، چې د مذاکراتو له لارې خپلمنځي جنجال حل کړي. ارجنټاين له ډېرو کلونو راهيسې بريتانيې ته وړانديزونه کړي، چې پر يادې مسئلې ورسره مذاکرات وکړي، خو بريتانيې يې تر اوسه غوښتنه نه ده منلې.

د چين په شمول زیاتروهېوادونو د ملګرو ملتونو له ياد پرېکړه ليک ملاتړ څرګند کړی او هغه لاتيني امريکايي هېوادونه، چې تر استعمار لاندې وو، د مالويناس ټاپوګانو د موضوع په اړه له ارجنټاين سره همغږي لري.

 د امريکايي هېوادونو سازمان، د لاتيني امريکايي او کاربين هېوادونو ټولنې او یو شمېر نورو سازمانونو څو څو ځلې پرېکړه ليکونه تصويب کړي او د ارجنټاين حق يې ساتلی او له بريتانيې يې غوښتي، چې د سوله ييزو خبرو له لارې جنجال حل کړي.

بريتانيا باید د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک ته درناوی وکړي، د ارجنټاينيانو غوښتنې ته باید مخامخ ځواب ورکړي او دغه هېواد ته باید د مالويناس ټاپوګانو حاکميت بېرته وسپاري.