د چين بهرنيو چارو وزارت د فرانسې ولسمشر او د اروپايي کمېسيون رئيسې له چين څخه د رسمي ليدنې اجنډا اعلان کړه
CMG2023/04/04 12:57:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۳مې نېټې خبري رسنيو ته له چين څخه د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون او د اروپايي کميسيون رئيسې ونديرلاين د رسمي ليدنې د اجنډا په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې ويلي، چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او ونديرلاين به د اپرېل له ۵مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي.

د ماو نينګ په وينا، د چين دولت رئس شي جين پينګ به د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره په لېدنې کې د چين او فرانسې د اړيکو د پرمختګ په برخه کې د ټاکلو پلانونو، د چين-فرانسې او چين-اروپا په بېلا بېلو برخو کې د لا ژورو همکاريو او د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله خبرې وکړي او نظرونه به ورسره تبادله کړي.

نوموړې زياته کړې، چين به له اروپايي ټولنې سره د خپلمنځي همکاريو پټ ځواک ولټوي، له نړيوالو ننګونو سره به ګډه مقابله وکړي او نړۍ ته به سوله او ثبات ورسوي.