چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د لسمې کليزې لومړی راپور خپور کړ
CMG2023/04/04 15:50:09
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ لس کاله مخکې نړيوالې ټولنې ته  د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره وړاندې کړې ده.

۲۰۲۳م کال نړيوالې ټولنې ته د يادې مفکورې د وړاندې کېدو له لسمې کليزې سره برابر دی. 

د چين د خلکو پوهنتون د چونګ يانګ پولي څېړنيز انسټيټيوټ د اپرېل په څلورمې نېټې په بېجينګ کې (( د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لسمه کليزه: د مفکورې ژورتيا، تمرينات او راتلونکی )) راپور خپور کړی دی.

دغه راپور په تېرې يوې لسیزې کې د يادې مفکورې د عملي کېدو په اړه د کورنيو او بهرنيو فکري مرکزونو لومړی راپور بلل کيږي.

راپور وايي، چې شي جين پينګ په تېرو لسو کلونو کې په مهمو ويناوو، غونډو، فعاليتونو، لېدنو او پيغامونه کې لږ تر لږه ۶۷۰ ځلې د انسانانو ګډ برخليک ټولنه ياده کړې ده.

راپور وايي، دغه مفکوره د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو افکارو، تيوريو او کړنو مرکز دی.

د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره په دغو برخو کې ښودل شوې، چې چين د نړيوال پرمختګ، اقتصاد او سوداګرۍ، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او له بهر سره د مرستو په شمول برخو کې رښتيني ګامونه پورته کړي، د سياسي تګ راتګ، پوځي چارو او امنيت او نړيوالې ادارې په برخو کې يې د سولې پر لارې ټينګار کړی او په سيمه ييزو همکاريو، د نړۍ د خلکو د ژوند او د بشري حقونو د ساتنې په برخو کې نورو هېوادونو ته د ګټو د رسولو پر مفکورې ټينګار لري.

دغه راپور د انسانانو د ګډ برخليک پر ټولنې د ځينو لويديځو سياستوالو، فکري مرکزونو او خبري رسنيو سوتفاهم او ناسمې نظريې هم رد کړې دي.