د چین ډیجيټلي اقتصاد په نړۍ کې دوهم مقام نیولی
CMG2023/04/04 14:56:09
شريکول:

په چین کې د ډیجيټلي چارو د پرمختګ عمومي پلان په دې وروستیو ورځو کې خپور شو. د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر اړوند مسئول وویل، اوس د چین د ډیجيټلي اقتصاد پيمانه په نړۍ کې دوهم مقام نیسي او د ډیجيټلي چارو پيمانه د ثابت پرمختګ په حال کې ده چې د اقتصادي پرمختګ یو مهم هڅوونکی ماشین ګرځېدلی.

په چین کې ډیجيټلي چارو تېر کال ستر پرمختګ موندلی. د چین د انټرنیټي مالوماتو دفتر مرستیال مدیرې څاو شو مین وویل، اوس په چین کې د انټرنیټي شبکې د عام کېدو کار ډېر ښه روان دی چې د ښارونو او ولسوالو ټول اوسېدونکي انټرنیټ ته لاسرسی لري. د تېر کال تر پایه پورې په چین کې د 5G بېس ستېشنونو شمېر ۲میلیونو،۳۱۰ زرو ته رسېدلی دی او د انټرنیټي شبکې د کاروونکو شمېر پر لومړي ځل د موبایلونو له  شمېر زیات دی. چین په دې برخه کې د ګردې نړۍ لومړی ځای نیولی.

مېرمن څاو شو مین وویل، د چین د ډیجيټلي اقتصاد پيمانه په نړۍ کې دوهم مقام نیولی او ډیجيټلي چارې د ثابت پرمختګ په حال کې دي او د چین اقتصادي پرمختګ یو مهم هڅوونکی ماشین ګرځېدلی دی. هغې په اشارې وویل، تېر کال د چین د الکترونیکي تولید عایدات ۱۵ زرو او ۴ سوو میلیارډو یوانو ته رسېدلي، د سافټوېر چارو عایدات پر لومړي ځل له ۱۰ زرو میلیارډو یوانو نه زیات وو. د کرنيزو چارو د الکترونیکي کېدو انډول له ۲۵سلنې څخه زیات دی. د صنعتي چارو په شبکه کې ۴۵ اقتصادي ډولونه شامل دي، او د توکو انلاین پلور اندازه د عمومي اندازې ۲۷ سلنه نیسي چې نوی ریکارډ يې جوړ کړی دی.

د چین ډیجيټلي چارو د تولید اندازه د نړۍ دوهم مقام نیسي او د مالوماتو شریکونې چارو هم په تېر کال کې فعال پرمختګ موندلی دی، په ټول هېواد کې د ولایت او ښار په کچه د ځايي حکومتونو د مالوماتو پرانیستونکي ډګرونه جوړ کړي او د انلاین مالوماتي خدمت انډول په نړۍ کې مخکښ ځای نیسي.

مېرمن څاو شو مین په ډاګه کړې چې چین د خپل ډیجيټلي چارو پرمختګ په عین وخت کې د اړوندې نړیوالې همکارۍ لپاره ډېرې ګټې هم راغونډې کړې دي. د بېلګې په توګه، چین د جي شل ډیجيتلي نوښت د عملونو پلان وړاندې کړ، د برېکس هېوادونو د ډيجيټلي اقتصاد د همکاریزو اړیکو چوکاټ يې لاسلیک کړ، د انټرنیټي شبکې د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو سپین کتاب يې خپور کړ، د نړۍ د انټرنيټ کنفرانس يې جوړ کړ او داسې نور.

مېرمن څاو شو مین زیاته کړه، چې چین په وروستیو کلونو کې د ډیجيټلي اقتصاد په برخه کې د پام وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي، ډیجيټلي بنسټیزو تاسیساتو يې لوی پرمختګ موندلی، د ډیجيټلي چارو نوښتي توان يې ډېر لوړ شوی دی.

د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د نوښتگرو چارو او لوړې او نوې تکنالوژۍ د پرمختګ ادارې مسئول سون وې وویل، چین به په راتلونکې کې د ډیجيټلي چارو په اړه تګلارې او نظام پياوړی کړي، د دغو چارو پرمختګ به زیات وهڅوي، ډیجيټلي عامه خدماتي سویه به نوره هم لوړه کړي.

هغه په اشارې سره وویل، چې چین به د ډیجيټلي تکنالوژۍ په برخه کې د ځینو لارښوونکو تصديو روزنه وکړي او له دغو تصدیو څخه به ملاتړ وکړي چې د ډیجيټلي چارو پرمختګ د لارښوونې، د روزګارۍ فرصتونه د برابرونې او په نړیوالې سیالۍ کې فعال رول ولوبوي. سربېره پر دې، چین به په دوامداره توګه د ډیجيټلي اقتصاد په برخه کې نړیوالې همکارۍ وهڅوي او اړوندې لایحې او وړاندیزونه به وکړي.