په سوریه کې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله ۲ کسان وژل شوي
CMG2023/04/04 10:14:51
شريکول:

د سوريې پوځ د اپرېل په ۴مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په نېمې شپې د دغه هېواد د پلازمېنې دمشق پر شاوخوا او جنوبي سيمو بريدونه کړي، چې له امله يې ۲ ملکې وګړي وژل شوي دي.

اعلاميه وايي، اسرائیلي ځواکونو د همدې نېټې د شپې په ۱۲ بجو او ۱۵ دقيقو له ګولان لوړې څخه د دمشق پر شاوخوا او جنوبي سيمو هوايي بريدونه کړي، خو د اعلاميې په ټکو، د سوريې د هوايي بريد ضد دفاعي سيسټم د يادو بريدونو زياتره توغندي په هوا کې شنډ کړي دي.

اعلاميه وايي، د اسرائیلي ځواکونو په دغو بريدونو کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او د سوریې د پوځ ځيني تاسيسات هم ويجاړ شوي دي.