بېجینګ کې د چین او فرانسې په ګډه همکارۍ جوړ شوي مستند فیلمونه نندارې ته وړاندې شول
CMG2023/04/04 17:30:25
شريکول:

له چين څخه د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون د رسمي ليدنې په درشل کې د چين او فرانسې په همکارۍ د جوړ شويو مستند فلمونو د خپرېدو مراسم د اپرېل په ۴مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په دغو مراسمو کې وينا وکړه.

پنځه مستند فلمونه، چې د چيني او فرانسوي ډلو په همکارۍ جوړ شوي، په دغو مراسمو کې په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شول.

شن های شيونګ وويل، ۲۰۲۴م کال به د چين او فرانسې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۶۰مې کليزې سره برابر وي او په همدې کال کې به د پاريس المپیک لوبې تر سره شي. چين ميډيا ګروپ غواړي له فرانسوي رسنيو سره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت لپاره خدمتونه وکړي.

شن های شيونګ په خپله وينا کې وويل، چين ميډيا ګروپ د پاريس د المپيک لوبو د خپرولو حق لري او د دغو لوبو د خپرولو لپاره به پاريس ته څه باندې دوه زره کسیزه ډله ولېږي.