وانګ يي له ګلوريا ماکاپاګال ارويو سره وکتل
CMG2023/04/04 10:15:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې کمېټې د بهرنيو چارو د دفتر مشر وانګ يي د اپرېل په ۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د فيليپين پخوانۍ ولسمشرې او د استازو جرګې له اوسنۍ مرستيالې ګلوريا ماکاپاګال ارويو سره ليدلي دي.

وانګ يي له نوموړې سره په خبرو کې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د فیليپين ولسمشر فیرديناند روموالډيز مارکوس لېدنې ته اشاره کړې او په وينا يې، دواړو مشرانو د چين او فیليپين د اړيکو د پرمختګ په اړه مهمې ستراتيژيکې لارښوونې کړې دي. 

نوموړي ويلي، چې دواړه هېوادونه باید د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې او خپلمنځي توپيرونه د ډيالوګ له لارې حل کړي او سمندري مسئله باید د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو پرمختګ ته زيان و نه رسوي.

وانګ يي زياته کړې، چې درېيمې خوا ته باید د دې فرصت ور نه کړل شي، چې د چين او فیليپين اړيکې متزلزلې او خرابې کړي او يا په سیمې کې سړه جګړه راپورته کړي.

د نوموړي په وينا، سړه جګړه به د سیمې سولې او ثبات ته سخت زیانونه ورسوي.

ګلوريا ماکاپاګال ارويو په خپلو خبرو کې ويلي، چې هغه به د فيليپين او چين تر منځ د اړيکو د سوله ييز پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي.