چين به د ډيجيټل اقتصاد د پياوړتيا لپاره په شپږو برخو کې هڅې وکړي
CMG2023/04/04 12:57:43
شريکول:

د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د نوښت او د لوړ تخنیک د ادارې مشر سون وي د اپرېل په ۳مې نېټې د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په غونډه کې خبر ورکړی، چې چين به په ۲۰۲۳م کال کې په شپږو برخو کې هڅې وکړي، د پالیسیو او سیسټمونو جوړول به پیاوړي کړي، د ډیجیټل بنسټيزو تاسيساتونو جوړونه به له ټاکلي وخت نه مخکې بشپړه کړي، د ډیجیټل چارو نوښت ته به وده ورکړي، د صنعتونو ډیجیټل بدلون به ګړندی او ژور او د ډیجیټل عامه خدماتو کچه به پياوړې کړي او د ډیجیټل اقتصاد نړیوالې همکارۍ به ژورې کړي، څو ډيجيټل اقتصاد يې پياوړی او پراخ شي.