ايراني رسنۍ: د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي به په رسمي سفر سعودي ته ولاړ شي
CMG2023/04/04 10:43:27
شريکول:

تهران ورځپاڼې د ايران د لومړي مرستيال ولسمشر محمد مخبر په قول خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهيم رئيسي د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدال عزيز بلنه منلې او ډېر ژر به دغه هېواد ته په رسمي سفر ولاړ شي.

مخبر ويلي، چې د سعودي عربستان پاچا د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې او رئيسي يې په خوښۍ بلنه منلې او هيله يې ښودلې، چې سفر به يې ښه زيری ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې ولسمشر رئيسي د ايران د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو راهيسې له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکو ته ارزښت ورکوي.