اسيايي پرمختګ بانک د اپرېل په څلورمې نېټې (( د ۲۰۲۳م کال د اسيا د پرمختګ لرليد)) راپور خپور کړی او اټکل يې کړی، چې په ۲۰۲۳م او ۲۰۲۴م کال کې به د اسيا د مخ پر ودو هېوادونو په اقتصاد کې ٪۴.۸ زياتوالی راشي او دغه شمېر به يې د تېر کال تر زیاتوالي، چې ٪ ۴.۲ ښودل شوی، ډېر لوړ وي.
دغه بانک ويلي، چې چين او هند به د سيمې د اقتصادي پرمختګ عمده ځواکونه وګرځي او د چين اقتصادي وده به په ۲۰۲۳م کال کې ٪۵ زیاته او په ۲۰۲۴م کال کې به ٪ ۴.۵ زياته شي.