امريکا کې د سخت توپان او تالندې له امله ۲۹ کسان مړه شوي
CMG2023/04/04 10:09:26
شريکول:

امريکايي رسنيو خبر ورکړی، چې د مارچ له ۳۱ مې نېټې څخه د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې د دغه هېواد يو شمېر سیمې سخت توپان او تالندۍ ځپلي، چې له امله يې ۲۹ کسان مړه شوي دي.

د امريکا د تينيسي ایالت د چارواکو په وينا، د دغه ايالت په جنوب لوېديځ کې د سخت توپان او تېز باران له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي، چې په دې جملې کې ۹ تنه په مکنایري ولسوالۍ کې او درې نور، چې دوه يې ماشومان ياد شوي، په ميمفيس ښار کې د يوه کور د چت د را غورځېدو له امله مړه شوي دي.

دغه چارواکي ويلي، چې د امريکې په ارکانساس او انديانا ايالتونو کې په جلا جلا توګه ۵ کسان، په ايلينويس ايالت کې ۴ کسان او په الاباما، ميسيسیپي او ديلاور ايالتونو کې په جلا جلا توګه يو کس مړ شوی دی.

د امريکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې ښايي د دغه هېواد په يو شمېر ایالتونو کې هوا نوره هم سخته شي.