چينايانو يو کال د اقليمي توپيرونو له مخې، په ۲۴ برجونو (څلو) ويشلی، چې يو يې د چينګ مينګ برج دی او د اختر په څېر يې لمانځي.
د اپريل ۵مه نېټه به له چينګ مينګ اختر سره برابره وي.
چينايان د چينګ مينګ اختر په درشل کې د خپلو مړو شوو خپلوانو او قربانيانو قبرونو ته ځي، پاکوي يې او ياد يې تازه کوي.
چينايان د دغه اختر په ترڅ کې سيلانيزو ځايونو ته ځي او له طبيعي منظرو خوندونه اخلي.