د چين او روسيې صدراعظمانو تيليفوني خبرې وکړې
CMG2023/04/05 11:07:21
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اپرېل د ۴مې نېټې په ماسپښين د روسيې له صدراعظم ميشوستين سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چین او روسيې هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې، په لوړې کچې پرمختګ کړی دی.

نوموړي ويلي، چين او روسيې د متقابل درناوي، متقابل اعتماد او د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځي اړیکې ټينګې کړي، چې نه يوازې د دواړو هېوادونو پرمختګ ته يې وده ورکړې، بلکې نړيوال عدالت يې هم ساتلی دی.

د چین دولت رئيس شي جين پينګ څه موده مخکې له روسيې څخه بريالۍ ليدنه وکړه او له ولسمشر ولادیمیر پوتين سره يې په ګډه د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره نوې طرحه جوړه کړې ده او د دوه اړخيزو همکاريو نوی لوري يې روښانه کړی دی.

لي چيانک ويلي، چې هېواد يې غواړي له روسيې سره نژدې همکارۍ ولري او  د دواړو هېوادونو حکومتي ادارې دې د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي او د خپلمنځي واقعي همکاريو د پرله پسې پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.

میشوستین د روسیې او چین اړیکې د نړیوال قانون او د تنوع پر اصولو ولاړې او د نړیوالې سولې او ثبات د تامینولو لپاره يې مهمې بللې دي او ويلي يې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په تاريخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

میشوستين روسيې ته د رئيس شي جين پينګ رسمي سفر بريالی بللی او په وينا يې، د روسيې او چين د اړيکو نوی پاڼه يې پرانيستلې ده.

نوموړي زياته کړې، چې هېواد يې له چين سره هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره د ښه ګاونډيتوب دوستي پياوړې او په بېلا بېلو برخو کې ورسره واقعي همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو ګډ پرمختګ ته وده ورکړي.