اسيايي پرمختګ بانک: د چین د اقتصاد چټک پرمختګ سيمه ييزه او نړيواله وده پياوړي کوي
CMG2023/04/05 11:02:52
شريکول:

اسيايي پرمختګ بانک د اپرېل په څلورمې نېټې د ۲۰۲۳م کال د اسيا د راتلونکي پرمختګ په اړه راپور خپور کړی دی.

راپور وايي، چې د چين د اقتصاد چټک پرمختګ د سيمه ييزې او نړيوالې ودې لپاره امکانات برابروي او په خوځښت يې راولي.

په راپور کې وړاندوینه شوې، چې ښايي روان کال د چین د اقتصادي ودې کچه ۵ سلنې او په اسیا کې د پرمختيايي اقتصادونو د ودې کچه ۴،۸ سلنې ته ورسېږي.

راپور زياتوي، د چين د اقتصاد چټک پرمختګ به د اسيا او ارام سمندري سيمې د توليداتو د صادراتي ارزښت د زیاتوالي لپاره ملاتړ برابر کړي، د سيمه ييزو سوداګریزو او سيلانیزو چارو پرمختګ ته به وده ورکړي او د اقتصادي ودې لپاره به لاغښتلی خوځنده ځواک برابر کړي.

په راپور کې خبرداری هم ورکړل شوی، چې د نړیوالو مالي خطرونو او د اوکراین د کړکېچ له امله رامینځته شوې دوامداره ناڅرګندتیا به پر اقتصادي  سمسورتيا سختې اغېزې ولري.

په راپور کې پر بېلا بېلو هېوادونو غږ شوی، چې پر څو اړخيزم ټینګار ولري او د خطرونو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي او اسيايي هېوادونه بايد له ناڅرګندو حالاتو سره د مقابلې لپاره سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي.