چينايان د چينګ مينګ اختر په ورځو کې د نيالګيو کېنولو دود لري.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په څلورمې نېټې د چينګ مينګ اختر د رسېدو په درشل کې د بېجينګ د چاو يانګ سيمې په دونګ با مرکزي پارک کې له ځايي وګړو سره د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين کې برخه واخېسته او نيالګي يې کېنول.
دا د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د نوموړي يوولسم ځل دی، چې د نيالګيو کېنولو په ملي کمپاين کې ګډون کوي.
شي جين پېنګ د تېرو کالونو په شان د نيالګيو کېنولو د سږني ملي کمپاين په ترڅ کې هم له نورو برخوالو وګړو سره لېدلي او خبرې يې ورسره کړې دي .
شي جين پينګ د نيالګيو کېنولو د ارزښت، د ټاټوبي د ياد او احساساتو او د زرغون پرمختګ ستراتيژۍ په اړه څه ويلي دي؟
” د نيالګيو کېنول ډېر ارزښتناک کار دی. “
شي جين پينګ په ۲۰۱۶م کال کې د نيالګيو کېنولو په ملي کمپاين کې ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته وويل، چې ” د ونو زرغونېدل او رسيدل ښايي لسو کالونو ته اړتيا وي، خو د غښتلي نسل وګړو پرمختګ بیا سلو کالونو ته اړتيا لري. “
شي جين پينګ د روان کال په ملي کمپاين کې يو ځل بيا د نيالګيو کېنولو او ځنګلونو ابادولو ارزښت ته اشاره کړې او د دغه کار په دوام يې ټينګار کړی دی..
د چين حکومت د کمونېست ګوند له اتلس ملي کانګرېس راهيسې په هېواد کې د ۶۸ ميليونو هکتارو په مساحت نوي ځنګلونه کرلي او د دغه هېواد ۲۴،۲ سلنه خاوره يې پر ځنګلونو پوښلې ده، چې دغه انډول يې لس کاله مخکې ۲۱،۳۶ سلنه و.
چين د ځمکنۍ کرې د زرغونېدو او د نړيوال اقليمي بدلون ضد مقابلې لپاره د نيالګيو کېنولو په پار هڅو ته دوام ورکوي.
شي جين پينګ د نيالګيو کېنولو په ملي کمپاين کې د ګډون يوه موخه دا بولي، چې خلکو په تېره بيا تنکيو ځوانانو ته د ايکولوژيک تمدن د ابادۍ فکر ورکړي.
” د خپل ټاټوبي ياد او احساس له ونو سره تړلی دی. “
شي جين پينګ د نيالګيو کېنولو په ملي کمپاين کې د ونو او د ټاټوبي په اړه د ياد او احساساتو ترمنځ اړيکې يادې کړې دي. نوموړي په بېجينګ کې خلکو ته د نيالګيو کېنولو وړانديز کړی، چې د زرغونتيا پر بنسټ ډول ډول ونې کېنوي او بېجينګ دې نور هم زرغون کړي.
” زرغون پرمختګ د چين د پرمختګ مهمه ستراتيژي ده. “
شي جين پينګ د نيالګيو کېنولو په سږني ملي کمپاين کې ويلي، چې چين به په اوسنۍ او راتلونکې موده کې د زرغون پرمختګ پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي او په وينا يې، د دغې ستراتيژۍ تطبيق د ټولو چينايانو ګډو هڅو ته اړيتا لري.
د معلوماتو له مخې، په بېجينګ کې له سلو ميليونو زياتو وګړو د نيالګيو کېنولو د ملي کمپاينونو له پيلېدو راهيسې د نيالګيو کېنولو د مختلفو ډولونو په کمپاينونو کې ګډون کړی او څه باندې ۲۲۰ ميليونه نيالګې يې کېنولي دي .