شي جين پینګ د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين کې ګډون وکړ
CMG2023/04/05 09:49:37
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پينګ د اپرېل د څلورمې نېټې په سهار په بېجينګ کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين کې برخه واخېسته او نيالګي يې کېنول.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې په چين کې د کرل شويو ځنګلونو مساحت په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی او لا هم په پراخېدو دی.

شي جین پينګ د نيالګيو کېنول ډېر ارزښتناک کار او د لرې راتلونکي لپاره ګټورې او لوړې چارې بللي او هيله يې ښودلې، چې چينايان دغه کار ته دوام ورکړي.
دا د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه له ټاکل کېدو راهيسې د شي جين پینګ ۱۱ م ځل دی، چې د نيالګيو کېنولو په ملي کمپاين کې برخه اخلي. نوموړي به پخوا هم هغه مهال چې د ګوند په مرکزي کمېټه کې او په فو جيان او جه جيانګ ولايتونو او شانګهای ښار کې دندې ترسره کولې، په ورته کمپاينونو کې ګډون کاوه.