شي جين پینګ د کمونېست ګوند له غړو د ګوند د نویو تيوريو د مطالعې غوښتنه وکړه
CMG2023/04/05 15:03:29
شريکول:

د نوې زمانې د چيني ځانګړتیا لرونکي سوسيالیزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې د ښوونيز کمپاين غونډه د مارچ په درېيمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.

په يادې غونډې کې د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پينګ هم ګډون او وينا کړې ده. نوموړي ويلي، چې د هېواد پیاوړتيا او ابادي او د چيني ملت د بیا سمسورتيا لويې موخې چينايان تشويقوي او دغو موخو ته د رسېدو لپاره د نوي نسل کمونېستي غړي وياړي او پر اوږو يې دروند مسئوليت اېښودلی دی.

نوموړي له ګوندي غړو څخه غوښتنه کړې، چې روان ښوونيز کمپاين ارزښتناک فرصت وګڼي، د ګوند د نويو تيوريو مطالعه دې پياوړې کړي او خپله مارکسيستي سويه، د ګوند د واکمنۍ توان او د مشرۍ سويه دې لوړه کړي.