چين له څای ينګ ون سره د امريکا د ولسي جرګې رئيس له لېدنې سره ټينګ مخالفت وښود
CMG2023/04/05 09:59:07
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په څلورمې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل، چې بېجينګ امريکا ته د څای ينګ ون له ترانزيت او د نوموړې او د امريکې د ولسي جرګې رئيس کېوين مککارتي ترمنځ له لېدنې سره ټينګ مخالفت کوي.

د معلوماتو له مخې، د تايوان مشره څای ينګ ون د بېجينګ له مخالفت سره سره بیا هم د اپرېل په څلورمې نېټې امريکې ته رسېدلې او ټاکل شوې، چې د اپريل په پنځمې نېټې د امريکا د ولسي جرګې له رئيس کيوين مککارتي سره وګوري.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د څای ينګ ون او مککارتي يادې کړنې د يوه چين پېژندنې له اصل او د چين او امریکا ترمنځ له درېيو ګډو اعلاميو سره په ټکر کې بللي او ويلي يې دي، چې دغسې کړنې د چين ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته سخت زيانونه رسوي.