د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د اپرېل د ۵مې نېټې په ماسپښين د چين پلازمېنې بېجينګ ته تللی دی.
نوموړي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه له چين څخه ليدنه پيل کړې او تر ۷مې نېټې پورې به بېجينګ کې تم شي.
دا د ماکرون د فرانسې د ولسمشر په توګه له چين څخه درېيمه لېدنه ده او د دغه هېواد د ولسمشر په توګه تر بیا ټاکل کېدو وروسته چين ته د نوموړي لومړی سفر دی.