فنلنډ د اپرېل په څلورمې نېټې د ناټو ۳۱م غړی شو او مراسم يې د همدې ورځې په ماسپښين په بروکسيل کې د ناټو په مقر کې ترسره شول.
د فنلنډ د بهرنيو چارو وزير پيکا هاويستو په همدې ورځ د امريکې د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ته، چې د ناټو د سندونو ساتلو دنده پر غاړه لري، له دې سازمان سره د يو ځای کېدو سند سپارلی دی.
د فنلنډ ولسمشر سولي نينيستو يادو مراسمو ته په وينا کې ويلي، له ناټو سره د فنلنډ يوځای کېدل پدې مانا دي، چې د دغه هېواد د پوځي ناپييلتوب زمانه پای ته رسېدلې ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په اعلاميې کې ويلي، چې شمالي اروپا په نړۍ کې له ډېرو ثابتو سيمو څخه وه، خو له ناټو سره د فنلنډ په يوځای کېدو سره به د دې سيمې وضعيت له بيخه بدل شي او د فنلنډ او روسيې ترمنځ پر اړيکو به منفي اغېزې ولري.
د فنلنډ سولې کمېټې په همدې ورځ په خپلې ويبپاڼې په يوې ليکنې کې په اشارې ويلي، چې وسله وال او پوځي پييليتوب سوله نه شي راوستلی او د سولې راوستل ډيپلوماتيکو او سوله ييزو خبرو ته او همدارنګه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې همکاريو ته اړتيا لري.