د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريې د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه څرګندوي
CMG2023/04/05 14:16:03
شريکول:

د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو وړانديز د لسمې کليزې او د انسانانو د تمدنونو د نوې بڼې رامنځته کولو په هکله د روان کال د اپرېل په څلورمه نېټه نړيوال سمينار ترسره شو. د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيالې هوا چون ينګ، د اسلاونيا پخواني ولسمشر، د نړيوالو مشرانو ګډې ټولنې رئيس دانيلو ټورک، د برېټانيا مشهور سياسي کارپوه مارټين جاکويس په شمول د څو هېوادونو سياستوالو او مشهورو سياسي کارپوهانو په ګډه په نوې زمانه کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په هکله بحثونه وکړل.

۲۰۲۳م کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا نړيوالې ټولنې ته د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نظريې د وړاندې کولو له لسمې کليزې سره برابره ده. له یوې لسیزې راپه دېخوا، چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو لپاره واقعي فعاليتونه ترسره کړي او يو لړ مهمې لاسته راوړنې يې ګټلې دي، چې د دغه نظريې په لارښود کارونه په پر له پسې توګه رنګارنګ او غښتلي شوي دي، د تطبيق لارې چارې لا نورې معیاري او اسانه شوې دي، په نړيوالو کې لا زياته پېژنګلوي تر لاسه شوې، چې د عصري پرمختګ او د انسانانو د پرمختګ يو بيرغ او د نړۍ د دايمي سولې، ګډې سمسورتيا د هڅونې انجن ګرځېدلی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيالې هوا چون ينګ په سمينار کې وويل، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريې مانا دا ده، چې بېلا بېل هېوادونه بايد په ګډه پرمختګ او سمسورتيا راخپله کړي، متقابل درناوی دې وکړي، ګډ خونديتوب او امنيت دې رامنځته کړي، په ګډه دې تمدنونه شريک کړي، يووالی او همکارۍ دې وکړي او له ننګونو سره ګډه مبارزه د وکړي. اوسنۍ نړۍ کې بدلونونه او ترينګلتيا ډېر زيات دي، يووالی او جلاوالی دواړه شته دي. په دې ژورو بدلونونو کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چين د پرمختګ پر بنسټ نړۍ ته وړاندې ليد لري، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو وړانديز وکړ. دغه وړانديز د انسانانو د ټولنې د پرمختګ تاريخي تجربې او پرمختيايي اصولو ته پاملرنه کوي او نړۍ ته د پرمختګ علمي نظريې او اغېزناکې لارې وړاندې کوي.

د اسلاونيا پخواني ولسمشر، د نړيوالو مشرانو ګډې ټولنې رئيس دانيلو ټورک په سمينار کې يوه ځانګړې وينا وکړه او ويې ويل، چې نړۍ بايد څنګه له اوسنيو مسئلو او ننګونو سره مقابله وکړي، څنګه ګډه راتلونکې جوړه کړي؟ د چين دولت رئيس شي جين پينګ يو عمومي چوکاټ وړاندې کړ. د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول يو فوق العاده نظر دی، چې په دې ترڅ کې د نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او خونديتوب او نړيوالو تمدنونو په اړه درې مهم وړاندیزونه په کې شامل دي. دغه درې وړاندیزونه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې نظريې ژورې او پراخې کړې، چې بايد په ځانګړې لارې پلې شي.

د برېټانيا د کامبريج پوهنتون لوړپوړي شنونکي مارټين جاکويس په خپله وينا کې وويل، چې چين د يو پرمختيايي هېواد په توګه په وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ کړی دی. په چين کې د نړۍ يو په پنځمه برخه نفوس لري، نو د نړۍ پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او د يوه لوی هېواد په توګه دنده اخلي. چين د لوېديځو هېوادونو په پرتله بشپړې او بېلې لارې غوره کوي او پر دې ټينګ باور لري، چې پرمختګ تر ټولو کليدي دنده ده.

په چين کې د جنوبي افريقا لوی سفير سيابونګا سويلي په سمينار کې يوه وينا وکړه او ويې ويل، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريه د افريقا د وبونټو له نظر سره ډېر ګډ ټکي لري. چين او جنوبي افريقا دواړه اوږد تاريخ لرونکي دي او د دواړو هېوادونو د تمدنونو پر بنسټ د سولې، درناوي او يووالي پر نظريې ټينګار کوي. د دواړو خواوو تر منځ ژوره دوستي او د انسانانو د تمدونونو د عصري کولو په بهير کې فعالې همکارۍ له ورایه ښکاري. هغه د انسانانو د تمدنونو په هکله خپلې هيلې څرګندې کړې او په نړيوالو ننګونو کې به د وبونټو ډيپلوماتيکې تګلارې ته ادامه ورکړي او د چين لخوا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو له مهمې ستراتيژۍ او نظريې څخه به ملاتړ وکړي.