په ليبيا کې د ملګرو ملتونو ځانګړې مرستندويه ډلې د اپرېل په څلورمې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په دغه هېواد کې تر ۱۵۰۰هکتارو زیاته ځمکه لاهم د جګړې پر چاودېدونکو توکو پوښلې ده.
د اپريل څلورمه نېټه د ماين پوهاوي نړیواله ورځ
په ليبيا کې د ملګرو ملتونو ځانګړې مرستندويه ډلې په همدې ورځ د ۱۴ ماشومانو په ګډون د هغو قربانيانو په ياد فعاليت ترسره کړی، چې په ۲۰۲۲م کال کې د پټ دښمن(ماين) د پټاو له امله ووژل شول.
اعلاميه وايي، چې د جګړې پاتې شوني چاودېدونکي توکي د ليبيايانو ژوند ګواښي، هغوی د ښوونې، طب او پرمختګ له فرصتونو څخه بې برخې کوي او له جګړې وروسته هم خلکو ته پرله پسې مرګژوبله اړوي.
اعلاميه زياتوي، په ليبيا کې د ملګرو ملتونو ماين پاکوونکو په ۲۰۲۲م کال کې د دغه هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې ۲۷۴۰۰ چاودېدونکي توکي ايستلي او شنډ کړي يې دي.