د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۴مې نېټې د نړيوال بانک د ختيځې اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصاد شپږ مياشتني راپور په اړه ويلي، چې هېواد به یې د لوړې کچې پر پرانيستنې ټينګار ولري، له خپل ثبات سره به نړۍ ته لا زيات ډاډ برابر کړي او د خپل نوي پرمختګ له لارې به نړۍ ته لا زیات نوي فرصتونه برابر کړي.
نړيوال بانک پدې وروستيو کې د ختيځې اسيا او ارام سمندري سيمې اقتصادي شپږ مياشتنی راپور خپور کړی او وړاندوينه يې کړې، چې په روان کال کې به د چين له چټک اقتصادي پرمختګ سره د ختيځې اسيا او ارام سمندري سيمې د پرمختيايي اقتصادونو د ودې چټکه وده ۵،۱ سلنې ته ورسېږي.
په راپور کې ويل شوي، چې د ټېکنالوژيکي تبادلې پرېکون او د سوداګرۍ محدودیتونه په اوږدمهال کې د اسیا اقتصادي وده ګواښي.
تېره اوونۍ د بو او اسيايي فورم هم د اسيا د اقتصاد د راتلونکي پرمختګ په اړه کلنی راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې سږ کال به د اسيا بیا سمسورتيا چټکه او د اقتصادي ودې کچه به يې د نړۍ له منځنۍ سویې څخه ډېره لوړه شي او چين به په اسیا کې د اقتصادي ودې تر ټولو ستر خوځنده ځواک وګرځي.