د روسيې، سوريې، ترکيې او ايران د بهرنیو چارو مرستيال وزيرانو د اپرېل له ۳ مې تر ۴ مې نېټې پورې په مسکو کې غونډه ترسره کړې او د څلورواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د خبرو د مقدماتي چارو په اړه يې بحثونه کړي دي.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت په اعلاميې کې ويلي، چې په دغې غونډې کې بېلا بېلو خواوو خپل نظرونه څرګند کړي او د خپلمنځي تماس په زياتولو يې هوکړه کړې ده.
راپورونه وايي، چې د يادو څلورواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه به د ترکيې او سوريې ترمنځ د اړيکو په عادي کولو تمرکز ولري.