د اپرېل ۴مه د ماينونو د خطر د پوهاوي له نړيوالې ورځې سره برابره وه.
تېر کال په افغانستان کې د ماينونو د پټاو له امله ۴۱۱ تنه مړه شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي.
افغان ماشومان د دغه پټ دښمن(ماين) په اړه ځانګړی پوهاوی نه لري او زياتره يې همدوی قرباني ورکوي.
افغانستان په نړۍ کې د ناوچاودو توکو دوهم خطرناک هېواد ياد شوی دی.