د سعودي او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د چین په منځګړیتوب، بېجینګ کې سره وکتل
CMG2023/04/06 15:22:41
شريکول:

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان ال سعود او د ايران بهرنيو چارو وزير حسین امير عبداللهيان د اپرېل په ۶مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې سره کتلي او د ډيپلوماتيکو اړيکو د بیا پېل او ځينو نورو مسئلو په اړه سره غږيدلي دي.

دا له ۷ کالونو راهيسې، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ لومړۍ رسمي کتنه وه.

د سعودي عربستان او ايران د خبرو اترو پلاويو د روان کال د مارچ په ۱۰مې نېټې په بېجينګ کې د چين په منځګړيتوب سره وکتل او هغه مهال یې د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا پېلېدو اعلان وکړ.

چین، سعودي عربستان او ایران په تېر مارچ کې په بېجینګ کې يوه درې اړخيزه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکې يې اعلان کړی و، چې ریاض او تهران به  ډیپلوماتیکې اړیکې بیا ټينګې کړي، په ۲ میاشتو کې دننه به د سفارتونو او نمایندګیو د دفترونو د بیا پرانېستلو په اړه دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک کړي او په همدې مودې کې به يو د بل هېوادونو ته سفیران وليږي.

د سعودي عربستان او ایران بهرنیو چارو سيالانو بیجینګ ته تر تګ مخکې څو ځلې ټیلیفوني خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا ټينګېدو او د نورو تړونونو د پیلولو په اړه غږيدلي دي.