اسرائيلي پولیسو په اقصاء جومات کې له فلسطینیانو سره شخړه کړې
CMG2023/04/06 13:08:56
شريکول:

د اسرائيل پوليسو د اپرېل په ۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د همدې نېټې په سهار وختي يې د بيت المقدس زاړه ښار په اقصاء جومات کې له فلسطينيانو سره شخړه کړې ده.

په اعلاميې کې ويل شوي، چې یو شمېر فلسطینیانو په اقصاء جومات کې له لمونځ کولو وروسته له جوماته د وتلو انکار کړی او اسرائيلي پولیس ورسره لاس او ګرېوان شوي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي پوليسو د يادې شخړې په تړاو ۳۵۰ کسان نيولي دي.

د فلسطين رسمي خبري اژانس ويلي، چې اسرائيلي پولیسو په سیمې کې پر خلکو اوښکې بهونکی ګاز کارولی او روغتيايي کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي، چې د ټپيانو درملنه وکړي.