چین به د امریکا او تایوان سیاسي لوبې ته کلک ځواب ورکړي
CMG2023/04/06 15:25:19
شريکول:

د چین د تایوان سیمې مشرې څای ینګ ون د اپرېل په ۶مه نېټه له امریکې څخه د ترانزیت په موده کې د امریکې د استازو جرګې له مشر کیون مکارسي سره وکتل. دا په تېر کال کې تایوان ته د نانسي پیلوسي تر ناڅاپي سفر وروسته، د تایوان او امریکې په ګډې هڅې یوه بله لمسوونکې سیاسي پېښه ګڼل کېږي او د یو چین د پېژندنې له اصولو او د چین او امریکې د دریو ګډو اعلامیو له مقرراتو څخه ښکاره سرغړونه ده.

له دې څخه ښکاري، چې د تایوان ډیموکراتیک پرمختګ ګوند تل غواړي د امریکې په ملاتړ سره تایوان له چین څخه بېل کړي، د امریکې ځیني سیاستوال تل غواړي د تایوان په وسیله د چین مخنیوی وکړي، دا د تایوان تنګي وضعیت د دوامدار ترینګلي کېدو لامل ګرځېدلی.

د تایوان مسئله د چین له کلیدي ګټو سره اړه لري او د چین او امریکې په سیاسي اړیکو کې مرکزي بنسټ دی او چین ته سره کرښه ده. د تایوان مسئلې د ښه چلند لپاره باید د یو چین د پېژندنې پر اصولو ټينګار وشي.

واشنګټن د یو چین پېژندنې په اړه جدي ژمنې کړې دي. چین او امریکې د ۱۹۷۸م کال په دسمبر کې د خپلمنځي سیاسي اړیکو د ټینګېدو اعلامیه لاسلیک او خپره کړه چې پکې لیکل شوي، د امریکې متحده ایالت دا منلې چې د چین ولسي جمهوریت د دغه هېواد یوازنی مشروع حکومت دی او تایوان یې یوه برخه ده. 

خو واشنګټن څو څو ځلې له خپلو ژمنو څخه سرغړونه کړې. کیون مکارسي د امریکې د استازو جرګې د مشر او د دغه هېواد د درېیم نمبر سیاستوال په توګه، له څای ینګ ون سره  يې لیدنه کړې، دغه عمل يې د واشنګټن له ژمنې سره په ټکر کې دی او د امریکې باور او اعتماد يې زیانمن کړی، د چین پر وړاندې يې یوه سیاسي لمسوونکې کړنه ده چې د تایوان تنګي پر سولې، د چین او امریکې پر اړیکو او نړیوال نظامونه يې سخت ګواښلي دي.

په حقیقت کې امریکا او تایوان غواړي د دې غیر قانوني کتنې له لارې سیاسي ګټې تر لاسه کړي. کیون مکارسي د امریکې په سیاسي ډګر کې تل د چین ضد دریځ غوره کړی. اوس په دغه هېواد کې د ډیموکرات ګوند او جمهوریپال ګوند ترمنځ سیالۍ ډېرې سختې روانې دي، د چین موضوع د دواړو ګوندونو په سیالیو کې یوه مهمه وسله ده. کیون مکارسي چې د جمهوریپال ګوند غړی دی، نه یوازې غواړي د تایوان مسئلې له لارې سیاسي ګټې تر لاسه کړي، بلکې غواړي چې راپارول شوې ستونزې د واکمن ډیموکرات ګوند پر حکومت وتپي.

بلخوا، څای ینګ ون غواړي له کیون مکارسي سره د لیدنې له لارې له چین څخه د تایوان د بېلتون ادعا په ډاګه کړي، په سپينې سترګۍ يې له واشنګټن څخه ملاتړ غواړي او د بهرني امنيتي تضمين د غوښتلو نیت هم لري.

ویل کېږي چې د کیون مکارسي او څای ینګ ون دغه لیدنه د سیاسي لوبې او نمایش په شان ده. واشنګټن تایوان د خپلو نظامي شرکتونو د ګټو سرچینه او د چین پرمختګ د مخنیوي وسيله بولي، د تایواني خلکو ګټو ته يې هېڅ پام نه دی کړی.

امریکا څو ورځې مخکې د تش په نوم د تایوان ویجاړولو پلان خپور کړ چې وايي، که تایوان له حملې سره مخ وي، نو واشنګټن به د تایوان د  سمیکندکتور تجهیزات ټول ویجاړ کړي. دغه وینا يې په تایوان کې له پراخ مخالفت سره مخ ده، تایواني رسنیو په جلا جلا توګه پر واشنګټن سختې نیوکې کړې.

د یادولو وړ ده چې له امریکې څخه د څای ینګ ون د ترانزیت په موده کې، په امريکا کې ګڼ شمېر اوسېدونکو چینایانو د نوموړې له دغه ناوړه عمل سره سخت احتجاج څرګند کړی دی.

تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ده، د تایوان مسئله حل و فصل د چینایانو خپل کار دی. پروا نشته چې امریکا له تایوان سره څنګه ناوړه سیاسي نمایش کوي، د چین د یووالي بهیر يې مخه نشي نیولی.