چين ګانګ له خپلې فرانسوي سيالې سره وکتل
CMG2023/04/06 10:04:26
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۵مې نېټې د فرانسې له بهرنيو چارو وزيرې کاترين کولونا سره کتلي او د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

کاترين کالونا د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون سره بېجينګ ته تللې ده.

چين ګانګ له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د ولسمشر ايمانويل ماکرون سفر ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې د نوموړي دغه سفر لاسته راوړنې ولري او د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکي همکاريزې اړيکې او په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکارۍ لوړې کچې ته ورسيږي.

کاترين کولونا ويلي، چې فرانسه خپلواکه تګلاره پلې کوي، له چين سره په دوستۍ او همکارۍ ټينګار کوي او غواړي خپلمنځي هراړخيزې اړيکې ورسره بيا پيل کړي او د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په برخو کې ورسره همکارۍ ژورې او په ګډه ورسره نړيوالې ننګونې حل کړي.