د ناټو سرمنشي: اوکراین سره به د وسلو اوږدمهالې مرستې وکړو
CMG2023/04/06 11:27:31
شريکول:

د ناټو د غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د اپرېل په پنځمې نېټې د بلجيم په پلازمېنې بروکسيل کې پای ته ورسېده.

 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له يادې غونډې وروسته يوې خبري ناستې ته ويلي، چې ناټو اوکراین ته د وسلو ورکولو اوږد مهالي پلان په جوړولو پيل کړی دی او په وينا يې، ښايي دغه پلان يې لس کاله دوام وکړي.

د چارو شنونکي د ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې په ناټو کې د اوکراین له غړیتوب څخه د ډډې کولو په مانا بولي او د دغه سازمان په دننه کې  د اوکراين د شاملېدو په اړه ډېر سخت توپيرونه موجود دي.

د هنګري بهرنیو چارو وزير په ناټو کې د اوکراین پر شاملېدو بحث بيخي له واقعيتونو څخه ليرې بللی او په وينا يې، له داسې اقداماتو باید ډډه وشي، چې د اوسنۍ شخړې د ترينګلتيا لامل وګرځي.(ژباړه: شکريه)