فيجي سمندر ته د جاپان د اټومي ککړو اوبو د ايستلو له پلان سره مخالفت وکړ
CMG2023/04/06 11:15:58
شريکول:

د فيجي مرستيال صدراعظم کاميکاميګا د اپرېل په ۵مې نېټې په ټينګار ويلي، چې هېواد يې ارام سمندر ته د جاپان د فوکوشيما لومړي اټومي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو د ايستلو له پلان سره مخالفت کوي او په وينا يې، د جاپان دغه نامسئولانه کړنه به د ارام سمندر سيمې هېوادونه سخت زيانمن کړي.

نوموړي ويلي، چې ارام سمندر د ډېرو هېوادونو تر ټولو لویه طبيعي سرچېنه او د خلکو ژوند پورې ټينګ تړاو لري او پرې د اټومي ککړو اوبو ورګډول به پر ټولنيزو او اقتصادي چارو سختې اغېزې وکړي او په وينا يې، ارام سمندر بايد د کثافاتو ډګر ونه ګرځي.