د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اپرېل په ۶مې نېټې له امريکا د څای ينګ ون د ترانزيت په اړه خبري رسنيو ته ويلي، چې واشنګټن د بېجينګ له پرله پسې څرګندونو او خبرداريو سره سره له امريکا د تايوان سيمې مشرې څای ينګ ون ترانزيت ته اجازه ورکړې او د امريکې د استازيو مجلس مشر کېوين مککارتي او نورو امريکايي چارواکو ور سره لېدنې کړې دي .
دا په حقيقت کې د امريکا او تايوان ګډه توطيه ده چې د ترانزيټ په پلمه په امريکا کې د تايوان بېلتون غوښتونکو فعاليتونو ته اجازه ورکول شوې او د امريکا او تايوان واقعي اړيکو ته پياوړتيا ورکړل شوې ده.
دا کړنه يې د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له درېيو ګډو اعلاميو سره په ټکر کې ده، د چین ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان رسوي او د تايوان بېلتون غوښتونکو ته خورا ناسمه نښه ورکوي.
چين د امريکې له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت ښودلی او غندنه يې کړې ده.