شي جين پينګ: چين غواړي له فرانسې سره د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره ګډ غږ پورته کړي
CMG2023/04/06 20:33:10
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل د شپږمې نېټې له غرمې وروسته د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره له ليدنې وروسته له نوموړي سره په مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ خبريالانو ته وويل، چين د اوکراين بحران د حل په موخه خبرو اترو او سياسي حل پر هڅولو ټينګار لري. چين له فرانسې سره په ګډه پر ښکيلو لوريو غږ کوي، چې واقع بينانه او منصفانه رويه وساتي، له زغمه کار واخلي او له داسې کړنو ډډه وکړي، چې د بحران د لا سختېدو سبب کېدای شي، د بشر دوستۍ نړيوال قوانين دې مراعات کړي او پر عامو خلکو او ملکي تاسيساتو دې بريدونه ونه کړي،  له اټومي وسلو څخه د نه استفادې او د اټومي جګړې د نه پيلولو جدي ژمنه دې عملي کړي، ژر تر ژره دې د سولې خبرې اترې بيا پيل کړي او د غلودانو، انرژۍ، پولي چارو او ټرانسپورټ په برخو کې دې د اوکراين بحران د منفي اغېزو په مقابل کې همکارۍ وکړي.