بهرني شخصيتونه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې له مفکورې ملاتړ کوي
CMG2023/04/06 16:33:07
شريکول:

د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو د لسمې کليزې نړيوال سيمينار څو ورځې مخکې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شو، چې د زياتو هېوادونو سياستوالو او کارپوهانو پکې ګډون کړی و.

د سيمينار ګډونوالو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې له مفکورې ملاتړ کړی او په دې اند دي، چې نړۍ دواملرونکي او اوږمهاله پلان ته اړتيا لري. 


په چين کې د اندونيزيا سياسي مستشار ايروانسيا مخليص ياد سيمينار ته په وينا کې ويلي، چې اندونيزيا او چين له تېرو څو کالونو کې د جاکرتا - باندونګ ګړندۍ رېل پلټۍ د ابادۍ، واکسين، زرغون پرمختګ، انټرنيټي امنيت او سمندر په برخو کې د خپلمنځي همکاريو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او دغه لاسته راوړنې يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې د ابادۍ ښه ښکارندويي کوي.

د نوموړي په وينا، هېواد يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې ستاينه کوي او غواړي له چين سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د سيمه ييز پرمختګ، ثبات او امنيت د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.


د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيالې هوا چون ينګ ياد سیمينار ته په وينا کې ويلي، چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک حق لري او هڅې دې وکړي، چې د خپلو کوښښونو په مټ ښه ژوند خپل کړي. نوموړې د مختلفو هېوادونو ګډ پرمختګ رښتينی پرمختګ او د ټولو شمتن ژوند رښتينی شتمن ژوند بللی دی.