د جرمني څلورو مشهورو څېړنيزو ادارو د اپرېل په ۵مې نېټې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ د اټکل ګډ راپور خپور کړی او په ۲۰۲۳ کال کې يې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ اټکلي انډول د تېر کال په مني کې له منفي ۰.۴ نه مثبت۰.۳ سلنې ته لوړ کړی او په ۲۰۲۴کال کې يې دغه انډول ۵.۱ سلنه ښودلی دی.
راپور وايي، چې د جرمني حکومت د مرستو تدبيرونه او د معاش د ممکن زياتوالي تمايل د دغه هېواد کورنۍ اړتياوې زياتولای شي او له همدې کبله به په کوردننه د پيسو پړسوب انډول هم لوړ وساتل شي.
په راپور کې اټکل شوی، چې په جرمني کې به په روان او راتلونکي کال کې د پيسو پړسوب انډولونه په جلا جلا توګه ۶سلنې او ۲ اعشاريه ۴سلنې ته ورسېږي.