ما ينګ جيو د چين د سترې برخې د عصري پرمختګ ستاينه وکړه
CMG2023/04/06 15:01:57
شريکول:

ما ينګ جيو د اپرېل په پنځمې نېټې د چين شانګهای ښار ته تللی دی او دا د چين له سترې برخې څخه د نوموړي د ليدنې وروستی تمځای دی.

ما ينګ جيون په خپل دوه اوونيز سفر کې د چين د سترې برخې له تاريخي ځايونو او زياتو لويو او مشهورو تصديو څخه ليدنه کړې او د چيني شکله عصري کېدو د لارې په اړه يې معلومات تر لاسه کړي دي.

 نوموړي ويلي، چې د سترې برخې د بېلا بېلو ساحو چټک پرمختګ د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د همکاريو لپاره فرصتونه برابروي.

نوموړی به د اپرېل په ۷مې نېټې د چين له سترې برخې څخه خپله لومړۍ ليدنه پای ته ورسوي او له شانګهای څخه به بېرته تايوان ته ولاړ شي.