ډونالډ ټرمپ محکمې ته حاضر شوی
CMG2023/04/06 15:05:47
شريکول:

د امريکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په ۴مې نېټې د نيويارک ايالت د نيويارک ښار محکمې ته حاضر شوی و، خو خپل جرم يې نه دی منلی.

نوموړی د امريکې په تاريخ کې لومړی مخکينی ولسمشر دی، چې پر جنايي قضيې تورن شوی دی.

د امريکا کارپوهانو او خبري رسنيو ويلي، چې د ټرمپ جنايي قضيه به په دغه هېواد کې د سياست او د خلکو نظريو توپيرونه زيات کړي.

د مانهاټن سيمه ييز څارنوال الوين براګ ډونالډ ټرمپ د ۳۴ جعلي سوداګريزو ريکارډونو پر جوړولو تورن کړی او په وينا يې، ټرمپ په ۲۰۱۶م کال کې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د جعلي سوداګريزو ريکارډونو په جوړولو د رايې ورکوونکو پر مخ منفي معلومات پټ کړي او ځينې نور غير قانوني فعاليتونه يې ترسره کړي دي.