سوداګرۍ نړيوال سازمان: ښايي په روان کال کې د توکو د نړيوالې سوداګرۍ حجم ۱ اعشاريه ۷سلنه زياتوالی ومومي
CMG2023/04/06 14:46:14
شريکول:

سوداګرۍ نړيوال سازمان د اپرېل په ۵مې نېټې د نړيوالې سوداګرۍ د لرليد او احسائيې په نوم وروستی راپور خپور کړی دی.

په راپور کې اټکل شوی، چې په ۲۰۲۳م کال کې ښايي د توکو د نړيوالې سوداګرۍ حجم ۱ اعشاريه ۷سلنه زياتوالی ومومي، چې دغه انډول به د ۲۰۲۲م کال د ۲ اعشاريه اووه سلنې په پرتله ټيټ وي او حتی د تېرو ۱۲کلونو له منځنۍ سويې ۲ اعشاريه ۶سلنې به هم ټيټوالی وښيي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان لوړ پوړي کارپوهې له چين ميډيا ګروپ سره په خبرو کې دا اټکل کړی، چې په روان کال کې به د چين د کورني توليد عمومي ارزښت او سوداګريزه اندازه د ليدو وړ ښه نتيجه ولري او د پرمختيايي اقتصادونو د بيا احيا کېدو لپاره به مهم خدمتونه وکړي.