شي جين پينګ له خپل فرانسوي سیال ايمانويل ماکرون سره وکتل
CMG2023/04/06 16:35:36
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل د شپږمې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

شي جين پينګ له خپل فرانسوي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين او فرانسې له تېرو درېيو کالونو راهيسې، د پېچليو او بدلېدوونکو نړيوالو حالاتو پر وړاندې د خپلمنځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ ساتلی او په حضوري او انلاين ډول يې ښو ستراتيژيکو اړيکو ته دوام ورکړی دی.

 د نوموړي په وينا، دواړو هېوادونو د کرونا وبا ضد مبارزې کې يو له بل څخه ملاتړ کړی او خپلمنځي سوداګرۍ يې چټک پرمختګ موندلی دی.

شي جين پپينګ ويلي، چين او فرانسې د فضايي چلند، کرنيزو چارو او خوراکي موادو په همکاريو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي او د اقليمي بدلون، بيولوژيک تنوع او افريقايي پرمختګ په ګډون زياتو مسئلو کې يې نژدې تګ راتګ ساتلی دی.

نوموړي زياته کړې، چې د ولسمشر ايمانويل دغه سفر له بهر سره د چين د تګ راتګ له هراړخيزې احيا او د دوو ملي غونډو له جوړدېدو وروسته له بېجينګ څخه د اروپايي ولسمشرانو لومړۍ لېدنه ده او باور يې ښودلی، چې دغه سفر به د چين او اروپا ترمنځ اړيکو ته نوی خوځنده ځواک ورکړي.