د شن جو ۱۵م نمبر فضايي‌ بېړۍ ستورمزلو له بېړۍ نه بهر چارې په برياليتوب تر سره کړې
CMG2023/04/06 15:10:24
شريکول:

د شن جو ۱۵م نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلو څو ورځې مخکې په درېيم ځل له بېړۍ نه بهر ټاکلې چارې تر سره کړې دي. 

دوو ستورمزلو(فیې جون لونګ او جانګ لو) په بېړۍ کې د پاتې درېيم ستورمزلي دنګ چينګ مينګ او د ځمکنۍ کرې د کارکوونکو په ګډې همکارۍ ټاکل شوې دندې په برياليتوب بشپړې کړي او بېرته ون تيان لابراتوار ته ننوتلي دي.

د شن جو ۱۵م نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلي څلور مياشتې کېږي، چې په فضايي مدار کې دي او چارې يې د ثابت پرمختګ په حال کې روانې دي.