اسرائیل په غزه کې د حماس پر څو موخو هوايي بریدونه کړي
CMG2023/04/07 11:06:15
شريکول:

د اسرائيل دفاعي ځواکونو د اپرېل د شپږمې نېټې په شپه د لبنان له جنوب څخه د راکټي بريدونو په غچ کې په غزې کې د حماس پر څو هدفونو بريدونه کړي دي.

د فلسطين يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د اسرائيل جنګي الوتکو د مارچ د شپږمې نېټې په شپه د غزې پر څو سيمو لسګونه توغندي ویشتلي، خو د مرګژوبلې په اړه يې کره څه نه دي ويل شوي.

د فلسطين په ځينو سيمو کې د سختو چاودونو غږونه اورېدل شوي او د غزې په اسمان کې د تور لوګي لېدل شوي دي.

د اسرائيل پوځ د شپږمې نېټې په ماسپيښين په یوې اعلامیې کې ويلي، چې په همدې ورځ له لبنان څخه د اسرائیل پر شمالي سيمو ۳۴ توغندي توغول شوي، خو دفاعي سیسټم يې ۲۵ توغندي په هوا کې شنډ کړي دي.

اسرائيل پوځ د يادو توغنديو تور پر حماس لګولی دي. (ژباړه: شکريه)