چين د امريکا پر هاډسون څېړنيز انسټيټيوټ او رېګان کتابتون بنديزونه اعلان کړل
CMG2023/04/07 15:20:11
شريکول:

امريکا د چين له احتجاج او ټينګ مخالفت سره سره د تايوان سيمې مشرې څای ينګ ون ته اجازه ورکړې، چې هغه د تېر مارچ له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې او د اپرېل له ۴مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې امريکا ته داخله شوې او د دغه هېواد په دننه کې يې سياسي فعاليتونه تر سره کړي دي.

د امريکا هاډسون څېړنيز انسټيټيوټ او رېګان کتابتون د څای ينګ ون لپاره له چين څخه د تايوان د بېتلون غوښتونکو فعاليتونو لپاره زمينې برابرې کړي او د نوموړو ارګانونو دغه کړنې د یو چین د پېژندنې له اصل او د چین او امریکې ترمنځ د درېیو ګډو اعلامیو له مقرراتو څخه ښکاره سرغړونه ده او د چين ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته يې سخت زيان رسولی دی.

چين د بهرنيو بنديزونو ضد قانون د اړوندو مقرراتو له مخې د امريکا پر نوموړو دوو ارګانونو او اړوندو مسئولينو ځوابي بنديزونه لګولي دي.