شي جين پينګ د اروپايي کميسيون له رئيسې اورزولا ون ديرلاين سره وکتل
CMG2023/04/07 10:44:20
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل د ۶مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د اروپايي کميسيون له رئيسې اورزولا ون ديرلاين سره کتلي دي.

شي جين پينګ له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چې چين او اروپايي ټولنه دې نظر تبادلې پياوړې کړي او د سمې پېژندنې پر لوري دې ګامونه واخلي او له ناسم پوهاوي او قضاومت څخه دې ډډه وکړي.

نوموړي ويلي، چين او اروپايي ټولنه دې په ګډو همکاريو متقابلې ګټې ترلاسه کړي، د اقتصاد نړيوال کېدو او د ازادې سوداګرۍ ملاتړ او د خپلمنځي همکاريو پر وړاندې د شته مسئلو په اړه دې ژور ډيالوګ وکړي او په مشورو دې د منلو وړ ترتيبات ونيسي.

شي جين پينګ زياته کړې، چين د اروپا لپاره يو مهم ملګری جوړېدای شي، چې د انرژۍ او انفلاسیون په شان د ځينو ننګونو په حل کې ورسره مرستې وکړي او د سيالۍ توان يې ورپياوړی کړي او هرکلی کوي چې اروپايي ټولنه په دوامداره توګه د چين پرمختيايي ګټې شريک کړي.

ون ديرلاين په خپلو خبرو کې ويلي، اروپا او چین د اقلیمي بدلون او د سیمه ییزو شخړو د سیاسي حالاتو او د نړیوالو ننګونو په اړه ګډې پېژندنې لري او په وينا يې، دواړه خواوې دې د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي.

نوموړې ويلي، چې اروپا د اړيکو پرېکون سره کلک مخالفت لري او له چین سره به ډېر ژر د نظر تبادلو او ډیالوګ پیاوړتیا او د خبرو اترو درې اړخيز میکانیزم بیا پیل کړي او يو له بل سره به دوه اړخیزې ګټورې همکارۍ وکړي.

ون ديرلاين یو ځل بیا په ټینګار ويلي، چې اروپايي ټولنه د يو چين پېژندنې اصل د بدلولو نيت نه لري او په وينا يې، د چين ولسي جمهوريت د چين استازيتوب کوي او هيله يې ښودلې، چې د تایوان سیمې سوله او ثبات وساتل شي.