د پاريس د اولمپيک د تنظيمي کمېټې رئيس د چين ميډيا ګروپ مشر ته پيغام استولی
CMG2023/04/07 15:35:56
شريکول:

د پاريس د ۲۰۲۴م کال د المپيک د تنظيم او د پاريس د پارالمپيک لوبو د تنظيم کمېټې رئيس توني استاګويت د يوه ځانګړي رسنیز فعالیت( بېجینګ تر پاریس) د پيل په پار د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شیونګ ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي دغه پيغام داسې مهال د چين ميډيا ګروپ رئیس ته لېږلی، چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون له بېجينګ څخه په رسمي سفر بوخت دی.

توني استاګويت په ليک کې ويلي، چې چين ميډيا ګروپ به د پاريس د اولمپيک لوبو د خپرولو او راپور ورکولو لپاره دوه زره کسيزه ډله جوړه کړي او دغې چارې يې د دوی باور نور هم زيات کړی دی.

نوموړي په پيغام ليکلي، چې د پاريس المپيک لوبې او ښکلی پاریس به د چين ميډيا ګروپ د خپرونو او راپورونو له لارې د سلو ميليونو چينايانو په مخ نندارې ته وړاندې شي.

چین ميډيا ګروپ په پام کې لري، چې د ۲۰۲۴م کال د پاريس د المپيک او پارالمپيک لوبو د راپورونو ورکولو لپاره له بېجينګ تر پاريس ځانګړی رسنيز فعالیت پېل کړي او د پاريس د اولمپيک او پارالمپیک لوبو د تياريو لپاره به د چين او بهرنيو ورزشکارانو کېسې خوندي وساتي.