د روسيې او بيلاروس مشرانو د ملګرو هېوادونو د اجنډا په اړه خبرې کړي
CMG2023/04/07 10:52:00
شريکول:

د روسيې او بيلاروس د ملګرو هېوادونو د دولتي چارو لوړې پوړې کمېټې غونډه د اپرېل په شپږمې نېټې په مسکو کې تر سره شوه.

په دغې غونډې کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د بيلاروس ولسمشر لوکاشينکو ګډون کړی و او په اقتصادي او امنيتي برخو کې د دوو هېوادونو د يو ځای کېدو د اجنډا په باب يې خبرې کړې دي.

پوتين يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې ملګرو هېوادونو د اقتصاد په کليدي برخو کې څرګندې لاسته راوړنې لري او په راتلونکې کې به د انرژيو د يو ځای کېدو، د تيلو او طبيعي ګازو د واحد بازار د ابادۍ او د واحد برېښنايي بازار په هکله د تړونونو د لاسليکولو لپاره لاره هواره کړي.

لوکاشينکو د ملګرو هېوادونو دفاعي او د هوايي بريدونو ضد سيسټمونه فعال او اغېزمن بللي دي.

پوتين په خپلو خبرو کې په ټينګار ويلي، چې دواړه هېوادونه به په امنيتي، دفاعي او پوځي تخنيکي برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، چې دا د دواړو هېوادونو او خلکو له ګټو سره سمون لري.

(غاټول)