شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر او د اروپايي ټولنې کمېټې له رئیسې سره وکتل
CMG2023/04/07 10:32:51
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د اپرېل په شپږمې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون او د اروپايي کمېټې له رئيسې اورزولا ون ديرلاين سره څو اړخيزې خبرې کړې دي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې چين غواړي له اروپا سره يو ځای د دوه اړخيزو اړيکو په پرمختيايي لوري د بېلا بېلو کچو تګ راتګ شروع او په بېلا بېلو برخو کې د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پيل کړي او د دغو اړيکو د پرمختګ او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا ساتنه په خوځښت راولي.

نوموړي ويلي، چې د چین او اروپا ترمنځ د اړيکو ثبات بايد لا ټينګ شي او دغه اړيکې يې باید د درېيمې خوا په مقابل کې پاتې نه شي او نه هم باید کوم لوری کنټرول پرې ولري.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې اروپا د چين په اړه لا خپلواکه او مثبته رويه او تګلاره غوره کړي.

ون ديرلاین په خپلو خبرو کې ويلي، چې اروپا غواړي له چين سره د اقتصاد او سوداګرۍ د لوړې کچې ډيالوګ بيا پيل کړي او د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو د برابر پرمختګ او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره ورسره ګډې هڅې وکړي.

ايمانوېل مکرون هم په خپلو خبرو کې ويلي، چې په اوسنۍ نړۍ کې نا څرګند عوامل شتون لري او په خبره يې، اروپا او چين دې د متقابل درناوي پر بنسټ صادقانه ډيالوګ پياوړی کړي او د ستراتيژيکو همکاريو د هر اړخيزو اړيکو د لا ژورتيا لپاره دې ګډې هلې ځلې وکړي.

(غاټول)