په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهالو ځواکونو د مارچ په شپږمې نېټې په يوې اعلاميې کې خبرداری ورکړی، چې اسرائيل ته نږدې د لبنان د سرحدي سيمو امنيتي وضعيت ډېر خطرناک دی او له اړوندو خواوو څخه يې د زغم ساتلو غوښتنه کړې ده.
د لبنان دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، چې نامالومو وسله والو د دغه هېواد له جنوب څخه پر اسرائيلو څو راکټونه توغولي او ورپسې اسرائيلي ځواکونو د لبنان پر جنوبي سيمو ځوابي بریدونه کړي، چې له امله يې په سيمه کې ترينګلتيا راپورته شوې ده.
په اعلاميې کې پر اړوندو خواوو غږ شوی، چې زغم وساتي او د امنيتي وضيعت د لا خرابېدو مخه ونيسي.
(غاټول)