د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د خدماتي سوداګرۍ عمومي ارزښت زيات و
CMG2023/04/07 10:08:12
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د خدماتي سوداګرۍ مسؤل د اپرېل په شپږمې نېټې خبري رسنیو ته ويلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې د هېواد خدماتي سوداګرۍ پرمختګ موندلی او عمومي ارزښت يې ۹۶۹ ميليارډه او ۵۸۰ مليونه يوانو ته رسيدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱ اعشاريه اووه زياتوالی ښيي او په دې جمله کې يې د خدماتي سوداګرۍ صادراتي ارزښت ۴۱۲ ميليارډه او ۳۳۰ مليونه يوانو ته پورته شوی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يوولس اعشاريه اته ټيټ شوی دی او دغه راز د سوداګرۍ وارداتي ارزښت يې ۵۵۷ ميليارډه او ۲۵۰ مليونه يوانو ته رسیدلی، چې دغه رقم بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۴ اعشاريه ۷ زياتوالی ښيي. 

د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د خدماتي سوداګرۍ منفي توازن ۱۴۴ ميليارډه او ۹۲۰ مليونه يوانه ښودل شوی دی.

 

(غاټول)